ایران وايي، د دې هېواد او نړیوالو قوتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال پر شوي اټمي موافقه بیا خبرې ونه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن په یوې ویډیو کې وویل چې موږ به بیا پر هغه څه خبرې ونه غږېږو چې څو کاله وړاندې پرې موافقه شوې او عملي شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران پر اټمي موافقه سخت انتقادونه کړي او اروپا يې ټولنې ته يې د روانې مې میاشتې تر ۱۲ پورې وخت ورکړی دی چې په دې موافقه کې هغه څه سم کړي چې نوموړي وحشتناکې غلطۍ بللي دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش خبرداری ورکړی دی چې د یوه دوامداره بدیل د نه شتون په صورت کې باید د ایران او نړیوالو ترمنځ اټمي موافقه له منځه لاړه نشي.
ښاغلي ګوتریش پرون د بي بي سي راډیو څلورم چینل سره په مرکه کې وویل که کومه ورځ تر دې ښه موافقه ولرو نو بیا سمه ده کنه تر هغې وخت چې ښه بدیل ونه لرو دا موافقه باید پر ځای پاتې شي.