چارواکي: په زابل کې ۴۶وسله وال طالبان وژل شوي

د زابل په څلورو ولسواليو کې د عملیاتو پر مهال د پولیسو په ګډون ۱۳۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د امنیه قوماندانۍ ویاند عصمت نورزی وايي، له تېرو پنځو ورځو راهیسې د دغه ولایت په دایچوپان، سیوري، شاجوۍ او ارغنداب ولسوالیو کې سخته جګړه روانه ده.

د نورزي په خبره په دغه جګړه کې تر دا مهاله د طالبانو د نظامي مسؤل ملا ظهر الله په ګډون ۴۶ وسله وال وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان دي.

نورزی همدا ډول زیاتوي چې د یادې جګړې پر مهال ۱۴ پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، وسله والو غوښتل چې یادو ولسوالیو ته سقوط ورکړي، خو تراوسه نه دي توانېدلي.

د ده په خبره امنیه قوماندان او نور امنیتي مسؤلین د جګړې سیمي ته تللي او له مرکزه هم مرسته غوښتل شوې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي.