د افغانستان په شمال کې شاهین قل اردو وايي، په بغلان ولایت کې یوولس وسله وال د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د شاهین قل اردو ویاند محمد حنیف رضايي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا وسله وال تېره شپه د بغلان په جرخشک سیمه کې هغه مهال وژل شوي کله چې پر لویه لاره ماین ښخوه.
په همدې حال کې د بغلان د امنیه قومانداني وايي چې په دوشي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ۶ وسله وال وژل شوي دي.
د دولت ضد وسله والو تر دې دمه د بغلان د امنیتي پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.