د غزني ولایت مرکز او ولسواليو یو شمېر او سېدونکو له تېرو دوولسو ورځو راهیسې نن هم د دغه ولایت په مرکز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د د فتر در وازه تړلې ده او د یاد د فتر مخې ته یې د پرلت خېمه وهلې ده.
د دوی غوښتنې دادي چې په دغه ولایت کې دې ټاکنې حوزوي شي، پر تذکرو دې سټیکر نه لګېږي، د ټاکنو د کمېسیون په مامورینو کې دې ټولو قومونو ته یو رقم ونډه ورکول شي او په ناامنه ولسواليو کې دې د ټاکنو لپاره زمینه برابر شي.
د غزني ولایتي ادارې او په دغه ولایت کې د ټاکنو د کمېسیون مسؤلینو له دې وړاندې له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي و چې د خلکو دغه غوښتنې پوره کول يې تر وس پور ته خبره ده، خو په خبره یې چې تر مرکزي ادارې پورې یې رسولي دي.
ها خوابیا په مرکز کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي چې د یادو اعتراض کونکو د هغه ادعاو د سپيناوي په موخه و غزني ولایت ته په نېږدې راتلونکې کې یو هئیت استول کېږي، کوم چې دوی وايي، په دغه ولایت کې د ټاکنو کمېسیون د دفتر د مامویرینو په استخدام کې ستونزې سته.
په دې اړه د شرافت راپور واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5
راپور