له کلونو ځنډ وروسته د پاکستان په پایتخت اسلاماباد کې نن پنجشنبه یو نوی نړیوال هوايي ډګر پرانیستل شو.
دا هوايي ډګر د اسلاماباد د پخواني هوايي ډګر پر ځای چې د بېنظیر بوټو په نوم یادېده، جوړ شوی دی.
د هوايي ډګر د افتتاح په مراسمو کې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ګډون کړی و.
دا هوايي ډګر د اسلاماباد ښار په ۱۵ کېلو مترۍ کې پروت دی او د جوړولو چارې يې په ۱۹۸۰ کال کې پیل شوې وې.
د اسلاماباد پخوانی هوايي ډګر چې د مسافرو د اوږدو کتارونو له امله بدنام و، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د هوايي ډګرونو د ارزونې یوې وېبپانې د نړۍ تر ټولو بد هوايي ډګر بللی و.