د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د برښنايي پېژندپاڼو د وېش په پرېکړه کې دی شریک نهدی.
ښاغلي عبدالله نن په کابل کې وویل د برښنايي تذکرو وېش ستونزه نهشي حلولی.
دی وايي:
"ستونزه نهشي حلولی، ستونزه زیاتوي. له همدې امله زه پهدې پرېکړه کې زه شریک نهیم او نه به پهکې شریک شم. پرته لهدې چې ناسمې شمېرې د افغانستان خلکو ته وړاندې کړو دا پروسه ځای ته هم نهرسېږي."
تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړنۍ الکترونیکي تذکرې په اخیستلو سره رسماً په افغانستان کې د برقي تذکرو د وېش لړۍ پیل کړه.
ښاغلي غني د تذکرې له اخیستلو وروسته په لنډو خبرو کې وویل چې د برقي تذکرو وېش د نظام جوړونې او متوازن پرمختګ لپاره مهم ګام دی.