د بغلان چارواکي: په دوشي کې ۶ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي

د بغلان چارواکي وایي، پرون پنجشنبه د دې ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۱۵ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح‎الله شجاع ازادي راډیو ته وویل، په دغې نښته کې چې پرون پنجشنبه ناوخته د دوشي ولسوالۍ په کیان سیمه کې رامنځ‎ته شوه، شپږ طالبان په‎کې ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول.

د شجاع په وینا طالبانو غوښتل چې د بغلان-بامیان لویه لاره بنده کړي چې دغې مرګ ژوبلې دې ته اړ کړل چې سیمه پرېږدي.

په‎دې پېښه کې افغان امنیتي ځواکونو ته د احتمالي تلفاتو د اوښتو په اړه څه نه‎دي ویل شوي او طالبانو هم تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.