- واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزير تازه څرګندونو ته کتلي چې وايي، د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف د افغانستان په جګړه کې پر خپلې ژمنې ټينګ دی.
د امریکا د دفاع وزير جېمز مټېس په وينا هېواد بهيې د افغانانو او افغان حکومت تر څنګ ولاړ وي او د ناټو مأموريت به دغو هڅو ته دوام ورکړي چې طالبان د مذاکراتو مېز ته کېني.
مټېس د دوشنبې د ورځې غبرګو حملو ته په اشارې وويل چې سږ کال به په افغانستان کې جګړه شديده وي.
د واشنګټن پوسټ په وينا، هغه راپور چې سيګار يا د افغانستان د بيارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي لهخوا د افغانستان د بيارغونې په اړه خپور شو، په دغه هېواد کې د جګړې په ډګر کې د تاريک پرمختګ انځور ورکوي.
د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف د افغانستان په جګړه کې پر خپلې ژمنې ټينګ دی.
د سيګار په وينا، د روان کال تر جنورۍ مياشتې، په افغانستان کې ۱۴ په ۱۰۰ کې ولسوالۍ د سخت دريځو تر نفوذ يا ادارې لاندې دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دغو ارقامو ته په اشاره ويلي چې د پخوا په پرتله دا شمېر زيات شوی دی.
- وال سټريټ ژورنال
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د شمېر کمېدو ته کتلي دي.
ورځپاڼه لیکي:
پهداسې حال کې چې داعش ډله په افغانستان کې ځمکې نیسي، د امریکا حکومتي سر پلټونکي راپور ورکړی چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر مخ په کمېدو دی.
مقاله ليکي له دې سره په تېر کال کې د افغانستان د ځواکونو د پياوړي کولو د يوې کلنۍ پروژې په اړه پوښتنې راپورته کېږي.
وال سټريټ ژورنال پهدې مقاله کې ليکي چې افغان پوځ او پوليس په افغانستان کې د ثبات راوستلو په خاطر د امریکا د ستراتېژۍ لپاره مهم دي، خو د افغانستان لپاره د امریکا د بيارغونې د سرپلټونکي يا سیګار د نوي راپور له مخې د دغو ځواکونو شمېر تېر کال ۱۰ فیصده کم شوی دی.
پههمدې حال کې دغه راپور وايي، طالبان او نورې سخت دريځې ډلې په افغانستان کې نورې ولسوالۍ هم نيولې دي.