د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوالې شورا د شل اورېزو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې له سرېلانکا مخکې شوه.
د نړیوالې شورا په وېبپاڼه کې د اعلان شوې نوې درجه بندۍ له مخې افغانستان د کرکټ د ۱۲ غورو هېوادونو په ډله کې د ۸۷ امتیازونو په ترلاسه کولو سره اتم مقام خپل کړی دی.
سرېلانکا بیا د ۸۵ امتیازونو سره نهم او بنګلهدېش د ۷۵ امتیازونو سره په لسم ځای کې قرار لري.
په نوې درجه بندۍ کې پاکستان لومړی، اسټرالیا دوهم او هندوستان په درېیم ځای کې دي.
د يو ورځینو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې بیا افغانستان د ۵ امتیازونو په ترلاسه کولو سره خپل لسم مقام ساتلی چې له نهم مقام لرونکي ویسټ انډيزه یې یوازې شپږ امتیازونه کم دي.