د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ سروې په ګوته کوي چې د مسلکي ښوونکو او د ښوونځيو د ودانيو کمښت، د درسي موادو نه شتون او د ښوونکو د ګمارنې په پروسه کې ستونزې هغه ننګونې دي چې د زدهکړې کیفیت يې تر خپل اغېز لاندې یې راوستی دی.
دغه بنسټ پهدې اړه سپارښتنې هم لري.
د دې بنسټ اجرائیوي رئیس سیداکرام افضلي د چهارشنبې په ورځ د معارف د کیفیت او امانتدارۍ په نوم کنفرانس ته وویل، باید فزیکي زیربناوې پیاوړې، د ښوونځیو د ساتنې لپاره معیارونه، درسي کتابونو مدیریت او د غیر مسلکي ښوونکو ځای ډک شي.
دی وايي:
"روان وضعیت په رښتیا هم د ډېرې خواشینۍ وړ دی، ځکه چې په میلیاردونو ډالر لګول شوي، خو لا هم هغه ظرفیت او امکانات چې باید د باکیفیته معارف لپاره ولرو، تر اوسه نشته."
د دغه سروې پر اساس د زدهکوونکو شمېر ۹ میلیونو ته رسېږي، خو لا هم ۳ عشاریه پنځه میلیونه ماشومان له ښوونځي پاتې کېږي.
دغه سروې د لسو ولایتونو په ۲۷۶ ښوونځیو کې ترسره شوې ده.
افغانستان دا مهال ۱۷۴۸۲ ښوونځي لري، خو په سروې کې راغلي چې نيمایې تعمیر نهلري او په سلو کې ۳۵ ښوونکي يې لا هم مسلکي نهدي.
په ورته وخت کې په افغانستان د سویډن سفارت شارزدافیر میت سننرګرن وویل، په زدهکړې باندې پانګونه ډېر اهمیت لري او په وینا یې چې د مسلکي استادانو او معارف کیفیت د دغه هېواد د پرمختګ لامل ګرځي.
په همدې حال کې د پوهنې وزارت د سواد زدهکړو معین سردار محمد رحیمي چې په دغه ناسته کې یي حضور درلود، د پوهنې په برخه کې ستونزې مني، خو په وینا یې چې د وضعیت ښه کېدو لپاره تېرکال د اصلاحاتو د طبیق پلان پیل شوی دی.
دی وايي:
"هغه موندنې چې د ښوونځيو د ساتنې او د درسي کتابونو د نه رسېدو په برخه کې په رښتیا هم تر اوسه لویې ننګونې شته او موږ دا ستونزې منو، خو هغه اصلاحي پلان چې په ۱۳۹۶ کې پیل شوی دا ستونزې به هواري کړي."
لهدې ټولو سره د چارو کار پوه صدیق پتمن وايي، په معارف کې ددې فساد سبب شوی ترڅو ستونزه رامنځ تهشي.
دی ټینګار کوي چې معارف باید تر جدي څارنې لاندې ونیول شي، څو له پرمختګ او ټکنالوژۍ سره عیار شي.
راپور: ناجیه ساپۍ