د ارمنستان د اپوزېسیون مشر نیکول پاشینیان ونه توانید چې د دې هېواد صدراعظمۍ ته د رسېدو لپاره په پارلمان کې اکثریت وګټي.
د ارمنستان پارلمان پرون د ۴۵مثبتو رایو په مقابل کې په ۵۵ منفي رایو سره د صدراعظمۍ څوکۍ ته د اپوزېسیون د مشر نیکول پاشینیان کاندیداتوري رد کړه.
نیکول پاشینیان د صدراعظمۍ لپاره د پارلمان ۵۳ رایو ته اړتیا لرله.
د پارلمان د دې ځانګړې غونډې لږ څه مخکې د واکمن جمهوري غوښتونکي ګوند پارلماني مشر وهران بغداساریان اعلان وکړ چې دده ډله به د نیکول پاشینیان خلاف رای ورکړي.
نیکول پاشینیان د ارمنستان په پارلمان کې د وینا پرمهال.
نیکول پاشینیان د جمهوري غوښتونکي ګوند د دې اعلان په عکس العمل کې ویلي چې په دې اعلان سره دغه ګوند خپل ځان له منځه یوړ.
د ارمنستان د اساسي قانون له مخې پارلمان به د صدراعظم د ټاکلو لپاره د روانې می میاشتې پر اتمه نېټه بیا غونډه کوي.
نیکول پاشینیان او د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر دواړو ویلي چې د دوهم پړاو تر رای ګیرې دمخه به په خپلو کې خبرې وکړي.
په همدې حال کې پاشینیان د ارمنستان پر خلکو غږ کړی دی چې سر له نن څخه پراخو اعتراضونو ته راووځي څو د خبرو اترو په پروسه کې د ده دریځ پیاوړی شي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې خپلو کارونو ته لاړ نشي، پر زده کونکو يې غږ وکړ چې ښونځي پرېږدي او په سراسري اعتراضونو ګډون وکري:
د ارمنستان د اپوزېسیون مشر نیکول پاشینیان
"دا ویښتیا له پامه نشي غورځېدی دا د بېرته ستنېدو نه دی، د نن ورځې پرېکړه په دې اړه نه ده چې څوک به صدراعظم شي بلکې په دې هکله ده چې څوک د خلکو په خوښۍ کې شریک دی، هر هغه څوک چې دا خوشحالي نه محسوسوي له خپلو خلکو سره خیانت کوي، ولس وګټله نو ژوندۍ دې وي ازادي، ژوندی دې وي د ارمنستان جمهوریت."
که چېرته پارلمان د مي پر اتمه نېټه د دوهم ځل لپاره د هېواد د نوي صدراعظم په ټاکلو کې پاتې راغی نو د ارمنستان د اساسي قانون له مخې پارلمان په اتوماتیک ډول منحل کېږي او له وخت نه مخکې عامو انتخاباتو ته لاره هوارېږي.
د اساسي قانون له مخې له وخت نه مخکې پارلماني انتخابات به د اوسني سرپرست حکومت تر واک لاندې چې د جمهوري غوښتونکو دی، ترسره کېږي.
خو د اپوزېسیون مشر نیکول پاشینیان ټینګار کوي چې یوازې د ده په مشرۍ یو موقت حکومت کولی شي چې شفاف، عادلانه او ازاد انتخابات وکړي.