ارزګان چارواکي: ۲۴ وسله‎والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د افغان هوايي ځواکونو بریدونو کې ۹ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۱۵نور ټپیان شوي دي.

سهیل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحی علوي ازادي راډيوته وویل، دغه هوايي بریدونه د مرکز ترینکوټ اړوند په یک‎لینګه سیمه کې افغان هوايي ځواکونو د وسله‎والو طالبانو مورچلې په نښه کړي چې پرمهال یې ۹ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۱۲نور ټپیان شوي.

نوموړی وايي، د ترینکوټ اړوند یوه بله سیمه کفترخانه کې بیا هوايي بریدونو یوازې درې وسله‎وال ژوبل کړي.

دغو بریدونو کې وسله‎والوطالبانو ته د ځاني زیان ترڅنګ مالي زیان هم اوښتی او ډېری نقلیه وسایط، وسلې او مهمات یې هم له‎منځه تللي.

وسله‎والو طالبانو تراوسه په‎دې اړوند څه نه‎دي ویلي.