د ارمنستان پلازمېنې اریوان ته بیا پراخې مظاهرې راوتلي

د ارمنستان د پراخو مظاهرو د مشر نیکول پاشینیان په غوښتنه په زرګونو کسان بیا د پلازمېنې اریوان واټونو ته راوتلي دي.

پاشینیان چې په ارمنستان کې د بدلون غوښتونکی دی، خبرداری ورکړی و چې واکمن ګوند ښایي په پارلمان کې د صدراعظم د ټاکلو بهیر بې لارې کړي.

پاشینیان چې د صدرات لپاره یوازینی کاندید دی، په هغه وینا کې چې نن په ژوندې بڼه خپرېده د پخواني ولسمشر سرژ سرکیسیان واکمن جمهوري غوښتونکي HHK ګوند تورن کړ چې هڅه کوي د پارلمان هغه ځانګړې غونډه ګډوډه کړي چې له صدارته د هغه له استعفا وروسته رابلل شوې وه.

۴۲ کلن پاشینیان په پارلمان کې د ټولو مخالفو ډلو ملاتړ خپل کړي او واکمن ګوند ته چې ۵۸ څوکۍ لري ویلي چې پرخپلې ژمنې چې د صدراعظم په توګه د ده د ټاکلو مخه به نه نیسي عمل وکړي.