پاشینیان له مظاهره کوونکو پر ټاکنو د څار غوښتنه کړې

د ارمنستان د پراخو مظاهرو مشر نیکول پاشینیان پرمظاهره کوونکو غږ کړی چې بېرته واټونو ته راووځي او په پارلمان کې د د صدراعظم پرټاکنې څارنه وکړي.

هغه خبرداری ورکړی چې واکمن ګوند ښایي د دغه بهیر د بې لارې کېدو هڅه وکړي.

پاشینیان چې د صدرات لپاره یواځنی کاندید دی، په هغه وینا کې چې نن سې شنبه په ژوندۍ بڼه خپرېده، د پخواني ولسمشر سیرژسرکیسیان واکمن جمهوري غوښتونکی HHK ګوند تورن کړ چې هڅه کوي د پارلمان هغه ځانګړې غونډه ګډوډه کړي چې له صدارته د هغه له استعفا وروسته رابلل شوې وه.

۴۲ کلن پاشینیان په پارلمان کې د ټولو مخالفو ډلو ملاتړ خپل کړی او واکمن ګوند ته چې ۵۸ څوکۍ لري، ویلي چې پرخپلې ژمنې چې د صدراعظم په توګه د ده د ټاکلو مخه به نه نیسي، عمل وکړي.