سیګار: سخت دریځو د افغانستان پرګڼ مېشتو سیمو کنټرول پراخه کړی

د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې سرپلټونکې اداره سیګار وایي، طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو په افغانستان پرګڼ مېشتو سیمو د کنټرول ساحه پراخه کړې او د افغان امنیتي ځواکونو ځواک ډېر کم شوی دی.

سیګار ویلي، د روان کال د جنورۍ تر۳۱ مې، د یوه کال په موده کې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر په سلو کې لس کم شوی او اوس یې شمېر۲۹۶ زره او ۴۰۹ تنو ته رسېږي.

د سیګار د راپور له مخې، وسله والو طالبانو او د اسلامي دولت ډلې په وروستیو میاشتو کې پر افغان امنیتي ځواکونو حملو ته زور ورکړی چې اوس د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو په سلو کې څوارلس نیمو کنټرول لري.

د سیګار په وینا، دا له ۲۰۱۵ کال راهیسې چې په دې اړه یې ارزونې پیل کړي، تر ټولو لوړه فیصدي ده.

حکومت د ټولو ولسوالیو پرڅه باندې ۵۶ فیصدو کنټرول لري او نورې ولسوالۍ متناقضې یا هغه ولسوالۍ بلل شوي چې لاس په لاس کېږي.

امریکایي ځواکونو مخکې له سیګار سره د وژل شویو افغان امنیتي ځواکونو شمېرې شریکولې چې په کال کې له پنځو زرو تنو اوښتې، خو د افغان حکومت په غوښتنه نور له دې ادارې سره دغه معلومات نه شریکوي.