اروپایي ټولنې د ایران په اړه د اسرائیل ثبوتونه بې اعتباره بللي

اروپايي ټولنې هغه اسناد بې اعتباره بللي دي چې د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د اټمي وسلو د جوړولو لپاره د ایران د هڅو د یوه ثبوت په توګه وړاندې کړي دي.

خو امریکا یې هرکلی کړی او دا یې د ایران د دروغو د ثبوت لپاره اسناد بللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د منځني ختیځ او اروپا له سفر څخه واشنګټن ته د ستنېدو پرمهال پرون دوشنبه ناوخته وویل، دا اسناد ښيي چې ایران د څو کلونو لپاره د اټمي وسلو د جوړولو پټ پروګرام درلود، خو انکار یې کاوه.

پومپیو زیاته کړه چې د دې معنا دا ده چې له ایران سره د نړۍ له شپږو پیاوړو قدرتونو د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه د شفافیت او اخلاص پربنسټ نه بلکې، د ایران د دروغو پربنسټ لاسلیک شوې ده.

د اسرائیلو صدراعظم پرون دوشنبهپه تل ابیب کې په یوه خبري غونډه کې وویل، تهران له شپږو پیاوړ قدرتونو سره له موافقې وروسته د خپل اټمي پروګرام ارشیف پټ کړ.

د نتانیاهو په وینا، د ایران په پلانونو کې د داسې بم جوړول هم شامل وو، چې په هیروشیما کې د کارول شوي بم په پرتله، پنځه ځلې قوي دی او په بالستیک توغندیو کې د نصب قابلیت لري.

خو په واشنګټن کې د فرانسې سفیر پر ټوېټر لیکلي دي چې د ایران د پخوا زمانې د اټمي فعالیت په اړه اسناد د اټمي موافقې پرضد نه بلکې، په ګټه یې دي او د جرمني د حکومت یوه ویاند وویل، برلین به د اسرائیلو له خوا ورکړل شوي اسناد وڅېړي.