د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې پر خبریالانو برید غندلی

مایک پومپئو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې پر خبریالانو برید غندلی او د افغان حکومت پر وسله والو مخالفینو یې تور لګولی چې غواړي د ډیموکراسۍ پر بنسټونو د حملې په وسیله د افغانستان را روان انتخابات وګواښي.

مایک پومپئو پر ټویټر په یوه پیغام کې د کابل پرونۍ حمله چې د نهو خبریالانو په ګډون ټول ۲۹ ملکي وګړي په کې ووژل شول یو وحشیانه عمل بللی دی.

د ازادې اروپا- ازادي راډیو عمومي رئیس توماس کینټ هم د کابل په حمله کې د ازادي راډیو د درېیو خبریالانو او نورو ژورنالېستانو پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

ښاغلي کینټ په یو پیغام کې ویلي چې د ازادي راډیو ټول کارکوونکي په کابل کې د خپلو درېیو زړورو همکارانو د له لاسه تلو له کبله خورا زیات خواشیني دي.

ښاغلی کینټ لیکي چې په افغانستان کې ژورنالیستانو ته له ورپېښو ګواښونو ټول خبر دي، خو پرونۍ پېښه په ډاګه کوي چې دا ګواښونه څومره نېژدې او هره شېبه ممکن دي.