ټاکل شوې د ارمنستان پارلمان نن سې شنبه د دغه هېواد د راتلونکي صدراعظم د ټاکلو لپاره رأی واخلي.
د وروستیو اعتراضونو مشر نیکول پاشینیان دغه پوست ته یوازیني نوماند اعلان شوی دی.
پاشینیان په پلازمېنه ایروان کې خبریالانو ته وویل، که د صدراعظم په توګه وټاکل شي لومړنۍ هڅه به یې د ازادو او ډیموکراتیکو انتخاباتو ترسره کولو ته چمتو والی وي.
نوموړي د ارمنستان د پخواني صدراعظم سرژ سرکیسیان پر ضد اعتراضونو مشري کوله چې په نتیجه کې یې سرکیسیان له دندې لېرې شو.