چارواکي: د کندهار په دامان کې په یوه حمله کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي

په کندهار کې امنیتي چارواکي وايي، په دامان ولسوالۍ کې نن دوشنبه پر بهرنیو ځواکونو په انتحاري حمله کې ۱۱ ملکي وګړي چې زیات په کې ماشومان دي، ووژل شول.

په حمله کې د شپږو بهرنیو عسکرو او دوو افغان عسکرو په ګډون، ۱۷ ملکي وګړي زخمیان شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندان د دفتر مسئول نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې حمله د افغانستان د امنیتي ځواکونو یوې پوستې ته نېږدې وشوه.

د کندهارد دامان ولسوالۍ د عبدالله کاریز په سیمه کې د نننۍ حملې ځای ته نېږدې د خلکو کورونه وو او له امله یې زیات کوچنیان وژل شوي دي.

د حملې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.