چارواکي: د جوزجان په خماب کې طالبانو ۱۱تنه تښتولي

په جوزجان کې چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په خماب ولسوالۍ کې ۱۱تنه اوسېدونکي تښتولي دي.

د خماب ولسوالۍ امنیه قوماندان غلام نبي فرهنګ نن دوشنبه ازادي راډیوته وویل چې وسله والو طالبانو دا وګړي د شبرغان او خماب پر سړک د دیوقلعه په سیمه کې له موټره ښکته کړي او نامعلوم ځای ته یې بیولي دي.

د امنیې قوماندان په وینا، وسله والو طالبانو یو عسکر هم وژلی او درې تنه یې له ځانه سره بیولي دي.

د تښتول شویو وګړو برخلیک لا نه دی څرګند شوی.

وسله والو طالبانو پردې مسئله خبرې نه دي کړې.