د کندز چارواکي د قلعه‎زال د اقتپې بازار د بېرته نيولو خبر ورکوي

د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې نن دوشنبه سهار افغان کومانډو ځواکونو د قلعه‎زال ولسوالۍ د اقتپې بازار بېرته نيولی او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دغو پوځي عملیاتو کې ۱۱ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ګڼ شمېر یې هم ټپیان شوي او تصفیوي عملیات لاهم په سیمه کې دوام لري.

نوموړي زیاته کړه چې دغه عملیات به ترهغه وخته پورې په سیمه کې جریان ولري، څو چې د قلعه‎زال ولسوالۍ ټولې سیمې د دولت ضد عناصر له شتون څخه نه وي پاکې شوي.

ښاغلی تیموري وايي چې په دغه جګړه کې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

له دې سره سم د کندز د ولایتي شورا یوه غړي سید اسدالله سادات هم د افغان ځواکونو له خوا د قلعه‎زال ولسوالۍ د اقتپې بازار د بېرته نيولو خبر تأييدوي.

خو وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.