د ارمنستان د اپوزېسیون مشر نیکول پاشینیان د دې هېواد په پارلمان کې د نوي صدراعظم د انتخاب لپاره د رأی ورکولو په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده.
دا پهداسې حال کې ده چې پاشینیان د اپوزېسیون د ټولو ډلو ملاتړ ترلاسه کړی دی او پرون یکشنبه یې د واکمن جمهوري غوښتونکي ګوند له مشرتابه سره هم خبرې وکړې.
له دې خبرو وروسته د پاشینیان پلویان د ایروان په مرکز کې په جمهوريت چوک کې راټول شول، څو هغو اعتراضونو ته چې دې هېواد ته یې سخت ټکان ورکړ دوام ورکړي.
د دې اعتراضونو په پای کې صدراعظم سرژ سرکیسیان د اپریل میاشتې په ۲۳مه استعفا ته اړ شو.
د معترضو محصلانو مشر ډیوېد پتروسیان پرون یکشنبه پهدې اړه رویټرز خبري آژانس ته وویل:
"داسې ښکاري چې موږ خپل هدف ته په بریالیتوب سره رسېږو. ځکه مهم ګوندونه به سرپرست صدراعظم نوماند نهکړي، خو فکر کوم چې موږ باید لاهم خپلې مبارزې ته دوام ورکړو."
د پرونیو اعتراضونو زرګونه ګډونوالو ویل، دوی غواړي چې واکمن ګوند د مې په لومړۍ نېټه پاشینیان د صدراعظم په توګه غوره کړي او واک انتقال کړي.
پاشینیان له واکمن ګوند سره له پرونۍ غونډې وروسته وویل چې اعتراض کوونکي په پارلمان کې د رأی ورکولو د بهیر د اخلالولو نیت نهلري.
هغه پرته لهدې چې جزئیات ورکړي وویل، خلک د مې په لومړۍ نېټه نوی صدراعظم غواړي.