د فرانسې او ایران ولسمشرانو پرون یکشنبې په یوه ټیلیفوني تماس کې موافقه وکړه چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د پرځای ساتلو لپاره به په ګډه هڅې کوي.
د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ پرون وویل، جمهور رئیس امانوئل مکرون خپل ایراني سیال حسن روحاني ته پیشنهاد وکړ چې په اټمي موافقه کې باید د درې اړینو موضوع ګانو د ور زیاتولو په اړه خبرې وشي.
الیزې ماڼۍ ویلي، ولسمشر مکرون ویلي چې د ایران د بالستیک توغندیو، له ۲۰۲۵ میلادي کال وروسته د ایران د اټمي فعالیتونو او په منځني ختیځ کې د اساسي شخړو مسئلې هم باید د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې په چوکاټ کې د راوستلو لپاره خبرې وشي.
خو د ایران ولسمشر جمهور رئیس مکرون ته ویلي دي چې اټمي موافقه باید په دقیق ډول هغه شان پاتې شي، څرنګه چې اوس ده.
د ایران د حکومت ویاند ویلي دي چې روحاني مکرون ته په ډاګه کړې ده چې تهران به له خپلو ژمنو ور اخوا نور محدودیتونه ونهمني.