شمالي کوریا وايي د خپلو اټمي ازموینوځای بنده وي

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د جنوبي کوریا ولسمشر «مون جيي ای» ته ویلي چې د خپلو اټمي ازموینو ځای به راتلونکې میاشت بند کړي.

دغه څرګندونې د جنوبي کوریا د ولسمشر یوه ویندوی یون یانګ چن نن یکشنبه خبریالانو ته وکړې.

هغه وویل، کیم دا هم ویلي چې ژر به د جنوبي کوریا او امریکا متخصصان ور وبولي چې د اټمي ازموینو د تاسیساتو د بندولو بهیر له نېږدې وویني او نړیوالو ته یې څرګند کړي.

د توکیو اندېښنو ته په پام سره چې د شمالي او جنوبي کوریاوو ترمنځ د روغې جوړې په دغه بهیرکې جاپان له پامه غورځول شوی، د جنوبي کوریا د ولسمشر ویاند دغه راز وویل چې د شمالي کوریا مشرڅرګنده کړې چې جاپان سره هرکله خبرو ته تیاردی.

کیم د جنوبي کوریا له ولسمشر سره د جمعې د ورځې په تاریخي کتنه کې ژمنه وکړه چې د کوریا ټاپووزمه به له اټمي وسلو پاکه او هڅه به وکړي چې د کوریا جنګ رسماً پای ته ورسوي.