چارواکي: په هرات کې ناڅرګندو کسانو د یوې کورنۍ۷غړي وژلي

د هرات چارواکي د نامعلومو کسانو له خوا د یوې کورنۍ د اوو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د دې ولایت په کُشک کهنه ولسوالۍ کې شوې او نامعلومو کسانو اووه تنه چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي وژلي دي.

هغه وویل، لومړنۍ څېړنې ښیې چې دغه پېښه د کورنیو اختلافاتو له امله رامنځته شوې او پولیسو هڅې پیل کړي چې عاملان یې په نښه او قانون منګولو ته وسپاري.

له دې مخکې هم د هرات په ګډون د افغانستان له نورو برخو د کورنیو شخړو او کورني تاوتریخوالي د خونړیو پېښو په اړه راپورونه ورکول شوي دي.