ترکیه په کندهار او هرات کې خپلې قونسلګرۍ پرانیزي

په افغانستان کې د ترکیې سفیر وایي چې ډېر ژر به په هرات او کندهار ولایتونو کې خپلې قونسګرۍ پرانیزي.

اوزان آرطغرل دغه څرګندونې نن د هرات له والي سره په کتنه کې وکړې.

د هغه په وینا د دغو قونسلګریو په پرانیستل کېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخه او هم به د هرات او استانبول ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شي.

په اوس وخت کې په افغانستان کې د ترکیې یوه قونسلګري په مزار شریف کې فعاله ده.