روغتیا وزارت: ټولې کورنۍ باید خپل ماشومان واکسین کړي

د افغانستان د روغتیا وزارت پر ټولو کورنیو غږ وکړ چې خپل ماشومان د وژونکو ناروغیو په وړاندې واکسین کړي.

د دې وازرت د وقایوي طب رئیس بشیراحمد حمید دغه غوښتنه نن په کابل کې په هغې غونډه کې وکړه چې واکسین موثر دی په نوم د واکسیناسیون د نړیوالۍ اوونۍ په مناسبت جوړه شوې وه.

د افغانستان د روغتیا وزارت په وینا تېر کال له یوه کال کم عمره هرو درېوو ماشومانو یویې د وژونکو ناروغیو په وړاندې له واکسینه پاتې شوی دی.

د روغتیا وزارت وایي، کم عمره ماشومانو ته د هېواد په څه باندې دوه زره د واکسینونو په مرکزونو کې د دیارلسو وژونکو ناروغیو په وړاندې په وړیا ډول واکسین ورکول کېږي.