د جلال اباد په ښار کې چاودنې ۶ تنه ټپيان کړل

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن غرمه له دولسو بجو وروسته د جلال د څلورمې ناحیې په ۱۶ مه فامیلۍ کې د یوې چاودنې له امله د یوې ماشومې په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګياڼي رسنیو ته ویلي چې پېښه د یوه مسجد ترڅنګ چې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې مرکز پکې موجود دی، په زرنج موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

هغه ویلي چې د پېښې ټول ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.