په هرات ولایت کې د «عالي دي، افغاني دي» په نوم د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانيستل کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه نندارتون به دوشنبه په هرات ولایت کې د يو شمېر لوړو پوړو چارواکو په حضور کې پرانيستل شي.
د نوموړي په خبره، په دغه څلور ورځني نندارتون کې به د ټول هېواد په ځانګړې توګه، د هرات ولایت کورني تولیدات نندارې ته کېښودل شي.
ښاغلی قوقندي وايي، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د دا شان نندارتونو په جوړولو سره غواړي چې کورني تولیدات معرفي او ورته په کورنۍ او نړیواله کچه بازار موندنه وکړي.