په سوات کې نن یکشنبه د پښتون ژغورنې غورځنګ ستره غونډه کېږي

ټاکل شوې چې نن یکشنبه به د خیبر پښتونخوا په لېرې پرتې سیمې سوات کې د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې تحریک ستره ولسي غونډه جوړه شي.

د دغه غورڅنګ ګڼ شمېر غړو، خواخوږو، پلویانو او مشرانو لکه علي وزیر، بلال مندوخېل، مزمل خان او ځینو نورو پر خپلو ټولنیزو رسنیو د خیبر پښتونخوا له ولسه په دغه غونډه کې د پراخ ګډون غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا بیا پر ټولنیزو رسنیو د خپرو شویو راپورونو او تصویرونو له مخې، په سوات کې ځايي امنیتي چارواکو خلک د منظور پشتین په جلسه کې له ګډونه منع کړي او همداشان یې د سوات په بېلابېلو سیمو کې د دغه تحریک پر ضد بينرونه هم ځوړند کړي دي.

د یادونې وړ ده چې پښتون ژغورنې غورڅنګ تر راپورته کېدو وروسته، د پېښور په ګډون په قبایلي سیمو کویټې او لاهور کې هم جلسې کړي چې زرګونو کسانو پکې برخه اخیستې ده.

د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې ولسي تحریک د روان کال په لومړیو کې تر هغې وروسته راپورته شو او په اسلام اباد کې یې زرګونو پلویانو پرلت وکړ چې په کراچۍ کې پولیسو د وزیرستان یو ځوان نقیب الله محسود په مشکوک ډول له دوکانه پورته کړ او بیا وروسته یې د ترهګر په نامه وواژه.