د ارمنستان حاکم جمهوري غوښتونکي ګوند اعلان وکړ چې د صدراعظم د څوکۍ لپاره به هېڅ کاندید سیالۍ ته ونه دروي.
دا خبر پرون شنبه د ارمنستان د جمهوري غوښتونکي ګوند ویاند ادوارد شارمزانوفاعلان کړ.
دا په داسې حال کې ده چې په ارمنستان کې سیاسي کړکېچ روان دی او د اپوزسیون مشر نیکول پاشینیان پر خلکو غږ کړی چې په را روانو درېیو ورځو کې خپل سوله ییز اعتراض جاري وساتي.
ټاکل شوې چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ د ارمنستان په پارلمان کې د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره رأيې اچونه وشي.
نیکول پاشینیان پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د سې شنبې په ورځ د ارمنستان د پلازمېنې ايرووان لارو او کوڅو ته را ووځي.
پاشینیان پرون شنبه وویل چې د جمهوري غوښتونکي ګوند دا پرېکړه چې د صدراعظم د څوکۍ لپاره کاندید نه دروي، ګټه نه لري، خو بده يې هم نه ګڼي.
پاشینیان وویل، جمهوري غوښتونکی ګوند او په پارلمان کې نورې ډلې باید د خلکوکاندید انتخاباتو ته ودروي.