سرګي لاوروف پر امریکا تور پورې کړ چې د سوریې د وېشلو هڅې کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر متحدو ایالاتو تور پورې کړ چې د سوریې د وېشلو هڅې کوي.

لاوروف پرون شنبه دا خبرې په مسکو کې د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په غونډه کې وکړې.

هغه وویل چې پر سوریې د امریکا د متحدو ایالاتو وروستۍ حملې هلته وضعیت جداً خرابکړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو وار بیا د خپل حکومت پر دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سوریې په دوما ښار کې د بشارالاسد د ځواکونو له لورې د کیمیاوي موادو د حملې په اړه رپوټونه چې د روانې میاشتې په پېل کې خپاره شو، د امریکا، بریتانیې او فرانسې لپاره پر سوریه د حملې پلمه وه.

په پرونۍ غونډه کې د ترکیې دبهرنیو چارو وزیر وویل چې امریکاپه سوریه کې د ترورېستي ډلو ملاتړ کوي او دا کار باید بند کړي.

چاووش اوغلو په مسکو کې خبریالانوته وویل:

"موږپر دې خبرې وکړې چې څنګه له ملګرو ملتونو سره کار وکړو، ترڅو په سوریه کې سیاسي پروسه مشروعیت پېدا کولای شي، موږ په سوریه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره خبرې وکړې، موږ هغه ته اړتیا لرو، ترڅو ملګري ملتونه په دې مسئله کې زیات فعال رول خپل کړي."

روسیه، ایران او ترکیه د "استانې پروسه" په نومپه سوریه کې د روان بحراند حل هڅې کوي.

دې هېوادونو موافقه وکړه چې په سوریه کې خلکو ته د بشري مرستو رسولو لپاره هڅېګړندۍ کړي.