ولسمشر غني د کابل د ۱۴مې امنیتي حوزې دجوړېدو پلان تأیید کړ

ولسمشر محمد اشرف غني پرون شنبه په کابل ښار کې د څوارلسمې امنیتي حوزې دجوړېدو پلان تأیید کړ.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې ولسمشر د شیعه عالمانو د شورا له یوشمېر غړو سره په کتنه کې د دې پرېکړې ترڅنګ، سپارښتنه وکړه چې په یوه اوونۍ کې د کابل د لوېدیځې برخې اساسي نقشه تنظیم شي.

د شیعه عالمانو شورا همدا راز له ولسمشره غوښتنه کړې چې دانتخاباتي مرکزونو، د تذکرو د وېش د مرکزونو ، د دیني زده کړو د مرکزونو او هغو سیمو د امنیت ښه کولو ته ځانګړی پام وکړي چې وسله والې حملې ورباندې کېدلای شي.

د خبرپاڼې په حواله، د شیعه عالمانو شورا په افغانستان کې انتخابات، په سوله ییز ډول د سیاسي قدرت د انتقال یوازنۍ لاره وبلله او د ټاکنو د بهیر لپاره د ښه امنیت پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

هغوی همدا راز د شیعه ګانو د شخصي احوالو د قانون د تنفیذ غوښتنه کړې ده.

افغان ولسمشر له دیني عالمانو غوښتنه کړې چې د ترورېزم او په ځانګړي ډول، د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش پرضد غږ اوچت کړي او سره متحد شي.