د کندز امنیتي چارواکو د قلعه زال د اقتپې د بازار سقوط رد کړ

د کندز امنیه قوماندان د قلعه زال ولسوالۍ د اقتپې د بازار د سقوط خبر رد کړ.

عبدالحمید حمیدي پرون شنبه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د بازار او شااوخوا سیمو د نیولو لپاره د وسله والو طالبانو حمله ناکامه شوه.

نوموړي وویل:

"د سیمه ییزو پولیسو او ملي اردوپوستې پر خپلو ځایونو پرتې دي، موږ د ښار له شااوخوا د هغوی د لېرې کولو لپاره پوځي عملیات وکړل، ځیني سیمې چې هغوی نیولې وې، خلاصې شوې او عملیات بریالي پای ته ورسېدل."

وسله والو طالبانو پرون سهار د اقتپې د بازار د نیولو لپاره حمله کړې وه.

یوشمېر خبري رسنیو وویل چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ بازار نیولی دی.

د کندز امنیه قوماندان وویل چې په جګړه کې د تلفاتو دقیق شمېر لا نه دی معلوم او په اقتپهکې پوځي عملیات پای ته رسېدلي دي.