د ترکیې حکومت د امریکا هغه خبرداری رد کړی چې دې هېواد ته یې د «اېس ۴۰۰» روسي توغندیو د اخیستو په اړه ورکړی دی.
د امريکايي چارواکو له قوله ویل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپل ترک سیال ته ویلي، واشنګټن له دې کبله جدي اندېښنه لري چې انقره غواړي، له روسیې څخه داسې وسلې چې د ناټو د هوايي مدافعې له سیسټم سره مطابقت نه لري، وپيري.
د دې چارواکو په وینا، مایک پومپیو د جمعې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په حاشیه کې خبرداری ورکړ چې هغه هېوادونه چې له روسیې څخه وسلې پېري، په هغو بندیزونو کې شاملېدای شي چې متحده ایالاتو تېرکال د روسیې پر پوځي او دفاعي صنعت ولګول.
خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د پومپیو له څرګندونو سمدستي وروسته وویل چې د دوه نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت، د اېس ۴۰۰ توغندیو د پيرلو معامله په ډسمبر میاشت کې شوې او نشي فسخ کېدای.
هغه ترکي خبریالانو ته وویل چې روسیې د ترکیې له غوښتنې سره سم د دې توغندیو د سپارلو بهیر چټک کړی او زیاته یې کړه چې دا معامله بشپړه شوې او د بندیزونو ګواښ ترکیه له خپل هوډه نشي را ګرځولای. چاووش اوغلو وویل، دا څرګندونې چې دا معامله مه کوئ کنه بندیزونه لګوو، پر ترکیې هېڅ راز اغېز نشي کولای او هېڅکله به یې ونه مني.
چاووش اوغلو یادونه وکړه چې ترکیه د ناټو له غړو هېوادونو څخه هم د وسلو پېرلو ته چمتو ده او ویې ویل چې ترکیه د هوايي دفاعي وسایلو ته اړتیا لري او کولای شي چې نورې وسلې هم واخلي.
د ترکیې او روسیې ترمنځ د وسلو معاملې د ناټو هغه غړي چې د روسیې د زیاتېدونکي ګواښ له وېرې د ناټو په ختیځو پولو کې د خپل ځواک د پیاوړي کولو په حال کې دي، سخت پارولي دي.
د ترکیې د دریځ په وړاندې ښايي د امریکا د کانګرس هغه غړي هم غبرګون وښيي چې له روسیې سره د ولسمشر رجب طیب اردوغان د نېږدې کېدو او د ژورنالیستانو، سیاسي مخالفانو او علمي شخصیتونو د بندي کولو له کبله، اندېښمن دي.
د پنجشنبې په ورځ درېیو امریکايي سناتورانو یوه طرحه وړاندې کړه چې که یې تأیید کړي، نو ترکیې ته د امریکايي F-35 الوتکو د ورکولو معامله فسخ کېدای شي.
دا طرح د هغو اقداماتو په ځواب کې برابره شوې ده چې دې سناتورانو د اردوغان بېرحمانه واکمني او د بشري حقونو له پامه غورځول بللي دي.