چارواکي: د کندز پر قلعه زال د وسله والو حمله په شا تمبول شوې

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې نن شنبه سهار وسله والو مخالفانو د کندز د قلعه زال ولسوالۍ د اقتپې پر بازار ډله ییزه حمله کړې وه، خو د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.

د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري وايي چې د وسله والو مخالفانو د دغه برېد له کبله، د سیمه ییزو پولیسو یوې امنیتي پوستې تکتیکي شاتګ کړی و او د اقتپې بازار د یو ساعت لپاره د وسله والو مخالفانو تر ادارې لاندې راغلي و، خو د کومکي ځواکونو په رسېدو سره، د قلعه زال ولسوالۍ د اقتپې بازار د وسله والو مخالفانو له وجود څخه پاک او تصفیه شو.

ښاغلي تیموري زیاته کړه چې دمګړۍ د قلعه زال ولسوالۍ د اقتپې سیمې امنیتي وضعیت د دولتي ځواکونو ترکنټرول لاندې دی او جګړه هم پای ته رسېدلې ده.

بل خوا د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري بیا وايي چې د اقتپې بازار د وسله والو مخالفانو لاسته ورغلی او برسېره پردې، د سیمه ییزو پولیسو ۵ امنیتي پوستو هم سقوط کړی دی.

خو د کندز سیمه ییز چارواکي بیا وايي چې د قلعه زال پر اقتپې سیمې د وسله والو مخالفانو برېد په شا تمبول شوی او سیمه د افغان ځواکونو ترو اک لاندې ده.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو مخالفانو ویاند معرفي کوي، وايي چې دوی د قلعه زال ولسوالۍ له اقتپې بازار سره ۱۰ امنیتي پوستې نیولې دي.