ولسمشر غني: د طالبانو د جګړې وروستی اعلان هېڅ شرعي او ولسي بنسټ نه لري

افغان ولسمشر وايي، د طالبانو د جګړې وروستی اعلان هېڅ ډول شرعي او ولسي بنسټ نه لري.

د طالبانو د پسرلنیو علملیاتو له اعلان وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دغه عملیات د یوه مسلمان ملت او د یوه خپلواک هېواد پرضد، د طالبانو د جنګ اعلان دی.

ښاغلي غني چې د شنبې په ورځ یې د ثور د اتمې د مجاهدینو د بري د ۲۶ مې کلیزې په مناسبت په ارګ

کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، ویې ویل چې وسله مخالفین غواړي په دې اعلان سره د سولې باب وتړل شي، خو په خبره یې، دی به هېڅکله دغه کار ونه کړي.

د ښاغلي غني په خبره، افغانان پر سوله باور لري او دا باید ټولو ته واضح وي چې اختیار یې هم لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"هر طالب جګړه نه غواړي، بلکې د طالبانو د یوې محدوې کړۍ له خوا جګړه د دوی په مطلق اکثریت تحمیل شوې ده، موږ په دې پوهېږو او له منځه مو خبر یوو چې میاشت مو په دې فکر وکړ، خو د دې جرات مو نه درلود چې ووايئ، ولې سوله نه کوئ، که جنګ غواړئ، په دې پوه شئ چې ولس مو په مقابل کې درېږي، د افغانستان دښمنان دا غواړي چې زه د جنګ اعلان وکړم، خو تر هغې چې موږ سولې ته نه یوو رسېدلي، سوله نه ختمېږي."

ولسمشر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت ته په اشارې سره وویل چې دغه ځواکونه د طالبانو د جګړې او دا چې دوی له نړیوالو ترورېستي ډلو سره اړیکې لري، موجود دي.

د ښاغلي غني په خبره، افغان حکومت په ۲۱ مه پېړۍ کې طالبانو ته د سولې تر ټولو سخاوتمندانه وړاندیز وکړ چې نړۍ هم په دې مسئلې قانع ده، خو په ورته وخت کې د دفاع لپاره به هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو ظرفیتونه نور هم لوړ شي.

ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې طالبانو تېره اوونۍ د الخندق په نوم د خپلو پسرلنیو پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

طالبانو رسنیو ته په استولې اعلامیې کې ویلي چې د الخندق په عملیاتو کې به بهرني او افغان ځواکونه په نښه کړي.

په اعلامیې کې دغه شان د افغان حکومت له لورې، د سولې هڅې د طالبانو د کمزوري کولو لپاره یو هڅه بلل شوې ده.

له دې ټولو سره سره د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي بیا یادې غونډې ته وویل چې د مجاهدینو له بریا ۲۶ کاله وروسته هم افغانستان له جدي ننګونو سره مخ دی.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي

نوموړي وویل:

"زموږ ملت په تېرو ۴۰ کلونو کې د جهاد او مقاومت له کبله ستونزې ګاللي، خو هېڅکله مایوسه شوی نه دی او دایمي سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره به کله هم له خپلو هڅو نا امیده نه شي."

په یاده کې غونډه کې د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز شریف یفتلي هم د طالبانو پسرلنیو عملیاتو ته په اشارې سره وویل چې افغان ځواکونه په بشپړ ډول له خپلو خلکو او خاورې دفاع ته چمتو دي.

د ښاغلي یفتلي په خبره، د سولې د هڅو له دوام سره سره به افغان ځواکونه په دفاعي چارو کې تعلل ونه کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت هم تازه دا ویلي چې طالبان به د جګړې له لارې په افغانستان کې بریالي نه شي.

راپور: محمد حدیث پردېس