غني: د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به په خپل وخت وشي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به په خپل وخت او شفاف ډول ترسره کېږي.

ولسمشر غني چې نن شنبه يې په کابل کې د مجاهدینو د بري د ۲۶ مې کلیزې په مناسبت مراسمو ته وینا کوله، ژمنه وکړه چې حکومت به په انتخاباتو کې هېڅ ډول مداخله نه کوي او دی له ولسي جرګې هم غواړي چې په دې پروسه کې لاسوهنه ونه کړي.

ښاغلي غني د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه هم څرګندونې وکړې.

ولسمشر غني زیاته کړه:

"د ولسمشرۍ انتخابات به د اساسي قانون د غوښتنې له مخې کېږي، د ۱۳۹۸ جوزا نه مخکې به کېږي، زه د ولس له ارادې پرته یو ورځ نه غواړم چې دا مسؤلیت ولرم، پنځه کاله زما د لوړې له ورځې څخه نه شمېرل کېږي، بلکې کال هغه ډول شمېرل کېږي، څرنګه چې د افغانستان په اساسي قانون کې ذکر شوی دی."

محمد اشرف غني وویل چې انتخابات له روان بحران څخه د افغانستان د وتلو لار ده او خلک باید د خپل ملي او اسلامي وجیبې د سرته رسولو لپاره په انتخاباتو کې ګډون وکړي.