غزني چارواکي: په مرکز کې د طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل شوي

د غزني ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل شوي چې بهرني ځواکونه يې هم د هوا له لارې ملاتړ کوي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن د جمعې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو دغه عملیات تېره شپه د دغه ولایت په خشک نومې سیمه کې پیل کړي. نوموړی وايي چې د یادوعملیاتو پرمهال تراوسه ګڼې سیمې له وسله‎والو طالبانو پاکې شوي او دغه راز ګڼ وسله‎والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو په خبره يې دقيق شمېر نه‎دی معلوم.

وسله‎والو طالبانو تراوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.