ارزګان کې خلکو د ارزګان ــ کندهار ترمنځ لویه لاره وتړله

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې یو شمېر خلکو نن د جمعې په ورځ په دې مخه د ارزګان او کندهار ترمنځ لاره وتړله چې ګنې پر یاده لاره مال، عزت او سرونه خوندي نه‎دي.

دوی وايي، پر یاده لار يې د کندهار په مربوطاتو کې د مېشتو امنیتي پوستو
پولیس ځوروي او غېرې قانوني پيسې ورڅخه اخلي او سپکې سپورې ورته کوي.

دغه اعتراض کوونکو له دولته غوښتنه وکړه چې پر یاده لار دې مېشت پولیس له دندې لېرې کړي او د دې لارې امینت دې افغان ملي اردو ته وسپاري.

دوی ګواښ کوي چې ترهغو به لاره خلاص نه‎کړي، څو چې یې غوښتنې نه‎وي منل شوي.

په ورته وخت کې بیا د کندهار د امنیه قوماندانۍ مسؤلین د یادو خلکو خبرې ردوي.

د یادونې وړده چې دا لومړی ځل نه‎دی چې پر دغه لار تلونکي سپرلۍ او موټر چلوونکي د مېشتو امنیتي پوستو له پولیسو شکایت کوي، بلکې له
دې وړاندې یې هم ورته شکایتونه کړي وو.

په‎دې اړه نورحال د ازادي راډيو خبریال شریف‎الله شرافت په‎دې راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور