د لوګر پوليس: د یوه طالب قوماندان په ګډون ۶ وسله وال وژل شوي

د لوګر پوليس د طالبانو د يوه مهم قوماندان په ګډون د دې ډلې د شپږو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا طالبان نن جمعه د خپلمنځي شخړې په نتيجه کې په پادخواب شانه سیمه کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.