ننګرهار چارواکي: په خوګياڼو کې شپږ طالبان وژل شوي

د ننګرهار ولايت ځايي چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځواکونو د عملیاتو پرمهال په خوګياڼو ولسوالۍ کې شپږ طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وويل چې دا عملیات پرون بنجشنبه ماښام شوي دي.

د خوګياڼو ولسوالۍ په ادوړ سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له لوري عملیات ترسره شوي دي. د زرين په نوم د یوه ماين جوړوونکي په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ده په وينا، په دغو عملیاتو کې يو وسله وال طالب ټپي شوی او دوه نور مشکوک کسان نيول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.