شمالي او جنوبي کوريا: کوريا ټاپو وزمه به له اټمي وسلو پاکوو

د شمالي او جنوبي کورياوو مشرانو ژمنه وکړه چې کوريا ټاپووزمه به له اټمي وسلو پاکوي.

د جنوبي کوريا ولسمشر مون جه اېن او د شمالي کوريا له ولسمشر کېم جونګ اون له اټمي وسلو څخه د کوريا ټاپو وزمې د پاکولو په اړه جدي او ريښتوني خبرې وکړې.

دا خبره د جنوبي کوریا د ولسمشر د دفتر وياند نن وکړه.

"لکه موږ چې ډېر ښه بحثونه وکړل، زه باور لرم دا به د جنوبي او شمالي کوریا د خلکو او همدا راز د نړۍ د خلکو لپاره ښه ډالۍ وي."

کېم جونګ اون لومړی شمالي کوریايي مشر دی چې د ۱۹۵۳میلادي کال د جګړې راهيسې يې د جنوبي کوریا پر خاوره پښه ايښې.

کيم نن سهار پر ځايي وخت نهه نيمې بجې د جنوبي کوريا تر پوله ور واوښت چې د دغه هېواد له ولسمشر مون جه اېن سره وګوري.