د ارمنستان د حکومت د مخالفينو مشر نيکول پاشينيان د لاریونونو د دوام ژمنه کړې ده.
دا وروسته له هغه چې صدراعظم کارن کاراپتیان له پاشينيان له لیدو ډډه وکړه.
پاشينيان مخکې له ولسمشر ارمن سارګسیان سره د روان سیاسي بحران پر حل لارو خبرې وکړې.
ده سرپرست صدراعظم کارن کاراپتیان ته بلنه ورکړې چې نن ورسره پر همدې موضوع خبرې وکړي، خو هغه دا بلنه ونه منله.
د کارن کاراپتیان وياند ويلي چې له پاشينيان سره مذاکرات به د يوه اړخېزې مذاکرې په مانا وي او بل لوری به خپل دريځ نه شي مطرح کولای.
پاشينيان او ولسمشر سارګسیان په داسې حال کې سره کتلي چې پارلمان وويل، د مې په لومړۍ نېټه به نوی صدراعظم وټاکي.
روانه اوونۍ د ارمنستان نوي ټاکل شوي صدراعظم سرژ سارکیسيان وروسته له ۱۱ ورځو پرلهپسې لاريونونو استعفا ورکړه.