د امريکا نوی د بهرنیو چارو وزير مایک پومپئو ته د ناټو متحدانو سره د خبرو لپاره نن بروکسل ته رسېدلی دی.
دی به له ناټو متحدانو سره په اروپا کې د روسيې پر تېري خبرې وکړي.
پومپئو د بهرنیو چارو وزير په توګه تر ټاکلو يوه ورځ وروسته بروکسل ته سفر کړی.
پومپئو د پوځ پخوانی افسر او جمهوري غوښتونکی د کانګرس غړی پاتې شوی دی.
ده له تېرو ۱۵ مياشتو راهيسې د «سي.ای.اې» د رئیس په توګه دنده لرله.
پومپئو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وفادارو ملاتړيو څخه بلل کېږي.
په بروکسل کې د ناټو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو غونډه به په جولای مياشت کې د هېوادونو د مشرانو سرمشريزې ته لاره هواره کړي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت يوه چارواکي ويلي، دا غونډه به په اوکراين، ګُرجستان او سوریه کې د روسیې د تېري او د اروپا له جنوبي پولو سره د امنيت زياتولو د پلان پر موضوع متمرکزه وي.
ټرمپ شمالي کوريا ته هم درې اوونۍ مخکې پومپيو لېږلی وو چې د هغه هېواد له مشر کېم جونګ اون سره وويني.
ټاکل شوې ده پومپيو د ايران د اټمي موافقې په يمن او سوريه کې د ایران د مداخلې په اړه هم خبرې وکړې.