دفاع وزارت: بېلابېلو عملیاتو کې ۹۳ سخت دريځې وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په جلا عملیاتو کې د يوه تش په نوم ولسوال، يوه ځايي قوماندان او څلورو داعشيانو په ګډون ۹۳ سخت دريځې وژل شوي او ۷۴ نور يې ټپيان شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، دا عملیات په ۲۴ ساعتو کې په ننګرهار، لغمان، کونړ، کاپيسا، غزني، خوست، لوګر، غور، بلخ، تخار، بغلان، سمنګان او هلمند کې د هوايي او توپچي ځواکونو له‎خوا شوي دي.

اعلاميه زیاتوي، په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۱۱ تصفيوي عملیات پلان شوي، په ۱۲ ولايتونو کې ۷۰ ځانکړي عملیات وشول او افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۱۵ هوايي پروازونه وکړل.

تر اوسه وسله‎والو طالبانو او خپلواکو سرچينو په‎دې اړه څه نه‎دي ويلي.