کونړ چارواکي: بې پیلوټه الوتکې په شیګل کې ۳ داعشیان وژلي

د کونړ امنیتي مسؤلین وايي، تېره شپه د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په شیګل ولسوالۍ کې برید کړی او د داعش درې غړي يې وژلي دي.

د کونړ د امنيې قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه یوه بجه د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د شیګل ولسوالۍ اړوند د موڼې په سیمه کې برید کړی.

هغه وايي، په یاد هوايي برید کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه‎دی اوښتی.

تر اوسه د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د تېرې شپې هوايي برید په اړه څه نه‎دي ویلي.