د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د دوی د وړانديز پر بنسټ له نشهيي موادو سره مبارزه د نصرت په نوم عملياتو کې شامله شوې ده.
د افغانستان د درېګونو امنیتي ارګانونو لهخوا د روان شمسي کال په لومړیو کې د نصرت په نوم عملیات پیل شوي او په ۳۴ ولایتونو کې دوام لري.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معین عبدالخلیل بختیار ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ له مأموریت سره په همغږۍ په تېرو ۷ میاشتو کې د نشهيي موادو د تولید د کارخانو ويجاړولو لپاره د دوی له تجربو څخه استفاده وکړي.
دی وايي:
"له نشهيي موادو سره مبارزه د نصرت عملیاتو یوه برخه ده چې په ټولو ولایتونو کې به ترسره شي، څو موږ وکولای شو د افغان ځواکونو له ځواکه د نشهيي موادو د کښت لهمنځه وړلو، د لابراتوارونو په ویجاړولو، د نشهيي موادو د زېرمو په کشف او نشهيي موادو د قاچاق وړونکو په نیولو کې استفاده وکړو. دا مهال موږ د غوڅ ملاتړ مأموريت له ځواکونو سره په همغږۍ لګیا یو چې د لابراتوارونو لهمنځه وړلو کې د دوی له تجربو استفاده وکړو، څو زموږ د لاسته راوړنو کچه لوړه شي."
ښاغلی بختیار وايي چې افغان ځواکونه، په ځانګړې توګه پولیس په ۲۴ ساعتونو کې په اوسط ډول د نشهيي موادو د تولید پر کارخانو او قاچاق وړونکو باندې ۱۰ عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د نشهيي موادو قاچاق وړونکو ته زښت ډېر زیانونه وراړولي دي.
د نصرت په نوم عملیات د یوه کال لپاره پلان شوې چې کمانډو، هوايي قوه او هغه ځواکونه پهکې شامل دي چې د شپې لهخوا عمليات کوي.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموريت ځواکونو قوماندان جان نېکلسن په پېچلو عملیاتو کې د افغان ځواکونو د ظرفیت پر لوړوالي د ټینګار تر څنګ وايي چې تېره اوونۍ په هلمند ولایت کې د نشهيي موادو د تولید پر کارخانو د ملي پوځ کمانډو ځواکونو عملیاتو وښوده چې دا ځواکونه د مستقلو عملیاتو توان لري.
Your browser doesn’t support HTML5
د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا مهال د نشهيي موادو په وړاندې اکثره عملیات د افغان ځواکونو لهخوا په مستقله توګه ترسره کېږي.
دی وايي:
"هغه عملیات چې ملي پوځیې کوي، له نورو افغان ځواکونو سره ګډ عملیات دي، خو کله چې په ځینو ځایونو کې پرمختللې ټکنالوژۍ ته اړتیا پیدا شي، په هغه صورت کې د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې لهخوا د ناټو ځواکونو له ټکنالوژۍ څخه په استفادې سره عملیات تنظیموي. دا مهال د نشهيي موادو د کارخانو او ماینونو پر ضد زیاتره عملیات د افغان ځواکونو لهخوا ترسره کېږي."
له درې اوونیو راهيسې د افغان ځواکونو لهخوا په جنوبي ولایتونو کې د کوکنارو د کښت اړولو عملیات پیل شوي چې تر اوسهیې په سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړې ده.
د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست وايي چې د ملي اردو ځواکونه د کوکنارو د کښت په اړولو کې د پولیسو ملاتړ کوي او په دې عملیاتو کې له هغوی سره پوره مرسته کوي.
Your browser doesn’t support HTML5