د ننګرهار چارواکي: تېره اوونۍ ۲۱۵ کېلو ګرامه مخدره مواد کشف شوي

د ننګرهار پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۱۵ کېلو ګرامه مخدره مواد کشف کړي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا مخدره مواد د ننګرهار پولیسو د بېلابېلو عملیاتو په لړ کې په دُر بابا، بهسودو او سرخ رود ولسوالیو کې نيولي دي.

نوموړی وايي:

"په تېره یوه اوونۍ کې شااوخوا ۲۱۵ کېلو ګرامه بېلابېل نشه‎يي مواد کشف شوي او په تور یې ۵ کسان نیول شوي دي. دا مواد د دُر بابا، بهسودو او سرخ رود ولسوالیو کې د پولیسو لاس ته ورغلي دي."

د یادولو ده چې د ننګرهار پولیسو له نورو اړوندو ادارو سره په ګډه له نږدې یوې میاشتې راهیسې په‎دې ولایت کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړی چې د چارواکو په باور تر دې دمه زرګونه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې او یاد کمپاین اوس هم دوام لري.