د پروان ۵۰ کلن معتاد فاروق له ۵ کلو راهیسې کور ته نه‌دی تللی

د پروان ولایت ۵۰ کلن فاروق په ایران کې په نشه‎يي موادو معتاد شوی دی.

دی وايي چې له پنځو کالو راهیسې کور ته نه‎دی تللی او په کابل کې تر پل سوخته لاندې ژوند کوي.

دا چې ده ولې نشو ته مخه کړه او څه ډول ستونزې يې ګاللي، په دې اړه ده د ازادي راډیو خبریال محمدایاز ترنک سره د زړه خواله کړې ده.

له نوموړي سره دا خاطره د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

خاطره